د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم د پارندې برېښنا بند د ګټې اخیستنې په پرانېست غونډه کې ویلي، چې دا پروژه د هېواد او په ځانکړي ډول د پنجشېر خلکو لپاره ډیره مهمه ده. نوموړي ویلي، چې د دې پروژې پر مټ به یې نه یوازې د پنجشېر خلکو کورونه په لومړي ځل له خپلې برېښنا څخه برخمن شي؛ بلکې ورسره به په دې وروسته پاتې ولایت کې د صنعت، زراعت او سوداګرۍ په برخه کې یو انقلاب رامنځ ته شي. هغه ویلي، چې د پارندې برېښنا بند څلور میګا واټه برېښنا تولیدوي او ۷،۶ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی دی.




































