د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سولې او سیاسي چارو له مرستیالې رزماري ديکارلو سره ټلیفوني خبرې کړي دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې د را ستنېدونکو او زلزلهځپلو د مرستو بهیر، د هېواد او سیمې وضعیت، بشردوستانه همکاریو او له نشهيي توکو سره پر مبارزې بحث کړی دی. رزماري ديکارلو ویلي چې د را ستنېدونکو او زلزلهځپلو د مرستو د همغږۍ لپاره له بېلابېلو لورو سره په اړیکه کې دي. هغې ډاډ ورکړی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر له غړو هېوادونو او اړوندو نهادونو سره د افغانستان په سیاسي تعامل کې خپلې هڅې دوامدارې ساتي.



































