د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې سږکال له دې ولایت څخه د انارو صادرات د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زیات شوي دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، روان کال نږدې ۲۲ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه یوازې ۷ زره ټنه وه. مسوولین زیاتوي چې د کندهار د انارو ډېره برخه مالیزیا، ازبکستان او روسیې ته صادر شوې ده. په کندهار کې د انارو تر ټولو ډېر باغونه په ارغنداب ولسوالۍ کې دي، خو په معروف، ارغستان، میوند، پنجوايي او ځینو نورو ولسوالیو کې یې هم باغونه شته.




































