په بغلان ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ د اطلاعاتو او کلتور، ښاروالۍ، کرنې، کار او ټولنیزو چارو، اقتصاد ریاستونو، خصوصي سکټور او یو شمېر نادولتي بنسټونو په همکارۍ د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د بغلان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو آمر مولوي احسانالله حقاني وایي، دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ودې، ملاتړ او بازارموندنې په موخه جوړ شوی، چې درې ورځې به دوام وکړي او صنعتکاران په ۷۰ غرفو کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کوي.



































