د اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې ډېر ژر به د توکو د ټرانزیټ لپاره ځانګړې چارټر الوتکې وپېري. د دغه شرکت د رییس بختالرحمن شرافت په وینا، ټاکل شوې، چې دغه الوتکې به د بوینګ یا ایربس ډوله وي، چې بیې یې له ۲۵ تر ۳۵ میلیونه امریکايي ډالرو اټکل کېږي. د اریانا شرکت په وینا، د نویو الوتکو په پېرلو سره به د توکو د لېږد لګښتونه راکم شي او نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د صادراتو په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو د لېږد کچه لا زیاته شي. دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې تر دې وړاندې یاد شرکت هند ته د توکو د لېږد لګښتونو د پام وړ کمېدو خبر هم ورکړی و، هغه ګام چې د پاکستان د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته پورته شو.



































