د افغانستان برېښنا شرکت وايي، تر اوسه د لمریزې برېښنا د تولید برخه کې د ۴۰۰ مېګاواټه ظرفیت لرونکي ۱۲ تړونونه لاسلیک شوي او پنځه پروژې چې ۵۰ مېګاواټه تولیدي ظرفیت لري، عملي کار یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حقپرست وايي، په هېواد کې د کورنیو پانګوالو ترڅنګ د ترکیې، متحده عربي اماراتو او هالنډ یو شمېر شرکتونه هم د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې کار کوي. نوموړي زیاته کړې چې د بېلابېلو سرچینو له لارې د زرګونو مېګاواټو برېښنا د تولید لپاره د شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي، چې تمه ده په اوږدمهال کې د کورنۍ انرژۍ د تامین او د وارداتي برېښنا د کچې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.



































