د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، هېواد یې په ایتوپیا کې د بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې له غورځېدو وروسته دغه ډول ټولې الوتکې سملاسي ځای پر ځای کېنوي. له دې مخکې ګڼ شمېر هېوادونو دغه ډول الوتکو ته د الوت اجازه نه ورکوله، د امریکا هوايي چلند ادارې داسې کوم بندیز نه و لګولی. بوینګ به اوس د ۳۷۱ الوتکو خورا لویه ټولګه لغو کوي. د امریکا متحده ایالات وروستی هېواد دی چې دغه بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې یې ځای پر ځای کېني. له دې مخکې کاناډا چارواکو وویل، د نویو ثبوتونو موندلو له کبله یې دغه ډول الوتکې ځای پر ځای کېنولې دي.





































