په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې د بلخ ولایت د فقیراباد سیمې له زلزلهځپلو ماشومانو سره یې مرسته کړې ده. تاجالدین اویواله زیاته کړې، چې د یادې سیمې ډېری ماشومانو خپل کورونه او سرپناه له لاسه ورکړې او یونېسف ورسره د کمپلو، ژمنیو جامو او نغدو پیسو مرسته کړې ده. هغه ټینګار کړی، چې دغه کورنۍ لا هم زیاتو مرستو او دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.



































