د کندهار د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته نږدې ۴۰ زره ټنه وچ انځر صادر شوي دي. د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول محمد حنیف حقمل رسنیو ته ویلي،چې سږ کال له کندهار څخه ټولټال ۳۹ زره ۷۸۴ ټنه وچ انځر متحده عربي اماراتو، هند، پاکستان، انګلستان، چین، کاناډا، نیپال، آلمان او سعودي عربستان ته صادر شوي دي. د نوموړي په خبره د انځرو په حاصلاتو او صادراتو کې سږ کال د تېر کال په پرتله څرګند زیاتوالی راغلی دی.



































