د فاریاب ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د سرپل–فاریاب د حلقوي سړک د لومړي فاز چارې پیل شوې دي. سرچینې ویلي، چې دغه فاز ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د تخنیکي معیارونو پر بنسټ به د ۱.۲۵ میلیارده افغانیو په لګښت جوړ شي. د مالوماتو له مخې دغه سړک د شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره ستر حلقوي سړک یوه برخه ده، چې شمال له جنوب سره نښلوي او د ترانزیت او عامه خدماتو ته لاسرسی ښه کوي. یاد سړک به په ۳۲ میاشتو کې بشپړ شي او له ۱۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.




































