د سمنګان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په خرم او سارباغ ولسوالۍ کې د څه باندې ۸۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۱ پراختیايي او ټولنیزو خدماتو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مسوولینو په خبره یادو پروژو چارې ( یو این او پي ایس) دفتر په مالي ملاتړ او د اقا خان دفتر په همکارۍ د ۸۴ میلیونه ۴۹۸ زره افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ په ۵۱ کلیو کې د اوسېدونکو لپاره د کارزمینې د برابرولو، د عوایدو د لوړولو او د لومړنیو بنسټیزو خدمتونو د برابرولو په موخه پلې شوې دي.



































