د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پير البرټ الساس سره کتلي دي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره خبرپاڼه کې ویلي، چې الساس پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو په نښه کول د تاسف وړ ګڼلي دي. نوموړي ویلي، هېواد یې له افغان حکومت سره د رغنده تعامل ملاتړ کوي. ورته مهال، د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د پاکستان په شمول له ټولو هیوادونو سره د متقابل احترام په اساس ښې اړیکې غواړي او هیله لري چې مقابل لوري هم د زور او بېثباتۍ پر ځای د خبرو اترو او ثبات انتخاب ته لومړیتوب ورکړي.



































