د افغانستان بانک په کندهار له سویل لویدیځ زون راټول شوي څه باندې ۴۰۵ میلیونه افغانیو زاړه بانکنوټونه وسوځول. د یاد بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بهیر د بانک د دویم مرستیال، محمد اخند تر مشرۍ لاندې، د یو ټاکل شوي پلاوي په څارنه ترسره شو. په سوځول شویو بانکنوټونو کې ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ ګونان شامل وو. د افغانستان بانک مسوولینو له خلکو غوښتي چې د پیسو په ساتنه کې پاملرنه وکړي.




































