د نیوزیلانډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو په حمله کې ۴۰ تنه وژل شوي او لږ تر لږ ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې دواړې پېښې نن د جمعې لمانځه پر مهال رامنځته شوي دي. د نیوزیلانډ صدراعظم جاسیند ادرن ویلي چې پولیسو تر یادې پېښې وروسته څلور تنه چې درې یې نارینه او یوه ښځه ده نیولي دي، نوموړي زیاته کړه چې یادو کسانو د سختدریزۍ افکار لرل. نوموړي دا یو تروریستي حمله بللې ده. تر پېښې وروسته په نیوزیلاند کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د ټولو جوماتونو ته امر شوی چې خپلې دروازې وتړلي. برید پر داسې مهال شوی چې د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډله د جمعې لمانځه لپاره جومات ته دتلو په حال کې وه. د بنګله دېش کرکټ لوبډلې کپټان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دوی لوبغاړو ته زیان نه دی رسېدلی. پر همدې مهال په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دغه برید کې یو افغان هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.