د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې د کورنیو تولیداتو د ودې او پانګونې ته د زمینې برابرولو لپاره په چټکۍ هڅې روانې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رییس قابل محمد عابد نن په کابل کې د صنعت او فرهنګ ملي او نړۍوال درې ورځني نندارتون پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې دغه ډول نندارتونونه د خلکو د اقتصادي ودې او پرمختګ پر لور یو ستر ګام دی. نوموړي زیاته کړې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې د کورنيو تولیداتو ودې او پانګونې په موخه روان لمریز کال۵۲ نندارتونونه په پام کې نیولې. عابد زیاته کړې، اوسمهال په افغانستان کې امنیت تامین او پانګونې ته تر بل هر وخت زیاته زمینه برابره شوې ده. نوموړي له پانګهوالو غوښتي چې د دې موقعې څخه په ګټې اخیستنې خصوصي سکټور ته وده ورکړي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.




































