د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې مولوي عبدالکبیر د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف سره کتلي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین هم ګډون درلود او افغان راستنو شویو ته د مرستو رسولو او د مرستو جلب په اړه خبرې شوې دي. د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف ویلي چې د کډوالو په برخه کې د اسلامي امارت د عالي کمېسیون د مرستو د جلب کمېټې په روان کال کې له سوداګرو، بهرنیو او کورنیو موسسو، خیریه بنسټونو او اهل خیر خلکو سره څو ځلې راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ته د مرستو راټولولو په موخه د کډوالو چارو وزارت د استازو په ګډون ناستې کړې دي.



































