پر تل ابیب له یو راکټي برید وروسته د اسرائیل جنگي الوتکو د غزې په تړانگه کې د حماس ډلې شاوخوا ١٠٠ مرکزونه بمبار کړی دي. د اسرائیل پوځ ویلي دي چې د غزې په تړانگه کې یې په یو شمېر مرکزونو بریدونه کړې دي، چې له هغه ځایه د حماس ډلې فعالیتونه رهبري کېدل. د اسوشېتېد پرس اژانس په غزه کې د روغتیایي کار کوونکو له قوله ویلي، چې ددغو بریدونو په پایله کې په جنوبي ښار رافه کې د یوې ښځې او خاوند په گډون یې څلور تنه ټپیان شوي دي. اسرائیلي رسنیو د هغه هیواد د دفاعي چارواکو له قوله ویلي، چې د لومړنیو پلټنو له مخې پر تل ابیب باندې راکټي بریدونه په سهوه کې شوې دي. اسرائیلي پوځیانو تر اوسه ددې راپور په اړه څه نه دي ویلي.