د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د پولیسو ځانګړو ځواکونو د روزنیز سیمینار په پایغونډه کې د یادو ځواکونو وړتیاوې او لاستهراوړنې ستایلي او له امنیتي ځواکونو یې غوښتي، چې له هېوادوالو سره په عاجزۍ او اخلاص چلند وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې ځانګړي ځواکونه باید په خپلو دندو کې مسلکي چلند ولري. بل لور ته، د ځانګړو قطعاتو لوی قوماندان امینجان فتحالله امنیتي لاستهراوړنې د منظمې روزنې او د مشرانو د پاملرنې پایله بللې ده.



































