د چین دولت رئیس شي جین پينګ د ډسمبر د ۱۶مې نېټې په ماسپښین په پلازمېنې بېجینګ کې د هانکانګ د ځانګړې اداري سیمې له مدیر لي حیا چاو سره لیدلي او د هانکانګ د اوسنيو حالاتو او د ځانګړې اداري سیمې حکومت د کارونو په اړه یې د ده راپور اورېدلی دی.
شي جين پينګ ویلي، لي جیا چاو په تېر یو کال کې د هانکانګ د سیمه ييز حکومت په مشرۍ د هېواد حاکمیت، خوندیتوب او پرمختګ د ګټو د ساتلو لپاره کلک او فعال کوښښونه کړي او د هانکانګ د ۸مې دورې تقنیني شورا ټاکنې يې په بریالیتوب ترسره کړي دي او په ټوله کې د هانکانګ اقتصاد ثابت پرمختګ موندلی دی.
نوموړي ويلي، د چین کمونيست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په څلورمه عمومي ناسته کې پر دې ټینګار شوی، چې په یو هېواد کې د دوو سیاسي نظامونو د تطبیق او د هاکانګیانو لخوا د دې سیمې د ادارې او لوړې کچې خپلواکې ادارې اصول باید جدي عملي شي او د هانکانګ دایمي سمسورتیا او ثبات باید وساتل شي.




































