د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام نن په یوه خپاره کړي پیغام کې خبر داری ورکړی، چې په ټول افغانستان په ځانګړې توګه په غير رسمي مېشت ځايونو کې د کثافاتو مدیریت خورا مهم دی. یاد پروګرام ویلي، چې د کثافاتو مدیریت ته بې پامي د خلکو روغتیا اغېزمنوي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې چې دا ننګونه په ښاري غیر رسمي میشت ځایونو کې ډېره ده. یاد پروګرام د سالمو ښارونو او ټولنو د تضمين لپاره په دې برخه کې پر هڅو ټینګار کړی دی.



































