د دایکنډي د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د ۲شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۳۲۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه شبکې د یاد ولایت کجران ولسوالۍ اړوند په تاریک نو او پیتاب ساغوم کلیو کې د یونیسف ادارې له لوري د ۳ میلیونه ۹۱۲ زره افغانیو په لګښت جوړې شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغه پروژه کې د دوو څاه ګانو د کیندل کېدو د دوو ذخیرو جوړول او د ۲۷۵ متره په اوږدوالي د پایپ غځول هم شامل دي.



































