په ژنيو کې د چين دايمي پلاوي د ډسمبر په ۱۷مې نېټې په دغه ښار کې د سپين کتاب « په نوې زمانې کې د چين د وسلو کنټرول، بې وسلې کول او د وسلو نه خپرېدل» په اړه خبري ناسته ترسره کړې، چې په ژنيو کې د بېلا بېلو هېوادونو استازو، د بې وسلې کولو سفيرانو او د فکري ارګانونو کارپوهانو په شمول څه باندې سلو تنو پکې ګډون کړی و.
د بې وسلې کولو په اړه د چین سفير شن جيان په يادې ناستې کې د دغه سپين کتاب د عمده محتوا او مهم اهميت په اړه معلومات ورکړي دي.
نوموړي ويلي، د ملګرو ملتونو د جوړېدو د اتيايمې کاليزې په درشل کې د دې سپين کتاب خپرېدل ډېر اهميت لري او په خبره یې، دغه کتاب کې په سيسټماتيکه توګه په نوې زمانې کې د نړيوال امنیت او د وسلو د کنټرول په اړه د چين نظرونه او وړانديزونه تشريح شوي، په لومړي ځل پکې په نوې زمانې کې د وسلو د کنټرول عادلانه، همکاريز او برابر مفهوم وړاندې شوی او نړيوالو ته پکې د وسلو د کنټرول په نړيوال جريان کې د چين د مثبتو هڅو، اقداماتو او لاسته راوړنو هر اړخيز معلومات وړاندې شوي، چې دا د نړيوال امنيت د مديريت د لارښوونې او د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو په برخه کې د يوه لوی هېواد په توګه د چين د مسؤليت او ژمنتيا ښکارندويي کوي.
د ناستې ګډونوالو د چين ستاینه کړې او دغه کتاب يې د دې هېواد د امنيتي تګلارې د معلومولو لپاره ګټور ياد کړی دی او تمه یې ښودلې، چې چين به د وسلو د کنټرول د څو اړخيز جريان د پرمخبېولو لپاره لا مثبت رول ولوبوي.



































