د چین د دفاع وزارت وياند جيانګ بين د شيانبين جياو ټاپو د پېښې په اړه د فيليپين د دفاع وزارت تبليغاتو ته ځواب ورکړی دی.
هغه رسنيو ته ويلي، تاريخي او قانوني شواهد د دې ښکارندويي کوي، چې چين د شيانبين جياو په شمول پر نان شا ټاپوګانو او شاوخوا سمندري سیمو حاکميت لري او په خبره یې، فيليپين په منظم او پلانيز ډول ګڼ شمېر بېړۍ په غير قانوني ډول دغه ټاپو ته لېږلي او په برچو او چاقوګانو يې چينايي سمندري پوليس ګواښلي، چې دغه کړنه يې ډېره بده او ظالمانه ده.
نوموړي ويلي، چين د خپلې خاورې د بشپړتيا او د ملي حاکميت او حقه سمندري حقونو د ساتلو لپاره لازم اقدامات لري او دا یې حق دی.
فيليپين له يوې مودې راهيسې په اړوندو سمندري سيمو کې ګډوډي رامنځته کوي او بیا پر چين بې ځايه تورونه لګوي، چې دغو کړنو يې د چين جنوبي سمندر وضعيت او د سيمې ثبات ته زيانونه رسولي دي.
د چین د دفاع وزارت وياند جيانګ بين ويلي، چې هېواد به يې د هر ډول لمسوونکو کړنو پر وړاندې لازم او پياوړي اقدامات وکړي.



































