د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۱۷مه نېټه د وينزويلا له بهرنيو چارو وزير يوان ګيل سره ټېليفوني خبرې کړې دي.
يوان ګيل په يادو ټېليفوني خبرو کې چيني سیال ته د وينزويلا کورنی وضعيت ورپېژندلی او ویلي يې دي، چې حکومت او خلک به يې ملي حاکميت او خپلواکي او قانوني حقونه وساتي او هيڅ زورزياتی او تهديد به ونه مني.
وانګ يي ويلي، چين او وينزويلا ستراتيژيک همکاران دي او متقابل اعتماد او يو له بله ملاتړ يې د اړيکو دود بلل کېږي او په خبره یې، چين له هر ډول يواړخيز زورزياتي سره مخالفت کوي او له بېلا بېلو هېوادونو څخه ملاتړ کوي، چې ملي حاکميت او ملي وقار وساتي.
نوموړي زياته کړې، وينزويلا حق لري، چې له نورو هېوادونو سره متقابلې همکارۍ پياوړې کړي او باور يې ښودلی، چې نړیواله ټولنه به د وينزويلا د حقه حقونو ملاتړ وکړي.



































