د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د چين خدماتي چارو چټک پرمختګ موندلی او د مصرف ځواک يې راپارول شوی او د اقتصادي پرمختګ ملاتړکوونکی رول يې هم ډېر پياوړی شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په تېرو يوولسو مياشتو کې د چين د لوړې ټکنالوژۍ په خدماتي چارو کې د پانګونې ارزښت د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې څلور اعشاريه يو زياتوالی ښودلی، چې د زياتوالي انډول يې د تېر کال د ورته شمېر په پرتله صفر اعشاريه شپږ سلنه لوړوالی ښيي.
په دې جملې کې يې د معلوماتي خدماتي چارو د پانګونې زياتوالی په سلو کې ۲۹ اعشاریه ۶ ته رسېدلی دی. د دې ترڅنګ په تېرو يوولسو مياشتو کې د خدماتي چارو د پرچون ارزښت په سلو کې پنځه اعشاريه څلور زياتوالی ښودلی دی.
سربېره پردې په همدې مودې کې د اورګاډيو په وسيله د ليږدول شويو مسافرينو شمېر څلور ميليارډه او ۲۸۰ مليونه ښودل شوی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه شپږ زياتوالی موندلی او نوی ريکاډ يې جوړ کړی دی.




































