د چين د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر کې ځانګړې ګمرکي تګلارې د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر له ۱۸مې نېټې څخه په رسمي توګه نافذې شوې او په ورته وخت کې، په دغه بندر کې د وارداتي سوداګريزو مالونو د تعرفو لېست، د توکو د لېږد رالېږد د تعرفو تګلارې، د بنديزونو لېست، له تعرفو څخه د توکو د پروسېس او کورني خرڅلاو د معافيت تګلارې او د ګمرکي څارنې د چارو په شمول يو لړ نورې تګلارې او اړوند سندونه هم د پلي کېدو په حال کې دي.
د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر کې د ځانګړو ګمرکي تګلارو نافذېدل د دغه بندر د ابادۍ نوی پړاو بلل کېږي او ورپسې به يې د ورخلاصون برخې لا پراخې او د تګلارو سيسټم به يې لا بشپړ شي.




































