د چين بهرنيو چارو وزارت د ډسمبر په ۱۷مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د دې وزارت د اسیايي چارو ځانګړی استازی به د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه یو ځل بيا کمبوډيا او تايلنډ ته ولاړ شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره به هڅې او منځګړيتوب وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون رسنيو ته ويلي، چې چین د کمبوډيا او تايلنډ ښه ګاونډی او ملګری هېواد دی او د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمه کې شخړې ته لوړه پاملرنه لري او د منځګړيتوب لپاره یې هڅې کوي.
چين غواړي، د کمبوډيا او تايلنډ د وضعيت د ارامولو لپاره هڅې او خدمتونه وکړي.




































