د افغانستان د چارو په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يوی شياو يونګ د ډسمبر له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې له پاکستان څخه ليدنه کړې او په ايران کې يې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې ګډون کړی دی.
نوموړي پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان مسئلې په اړه د پاکستان د صدراعظم له ځانګړي استازي صادق خان سره د ګډې علاقې مسئلو په اړه بحث کړی دی.
يوی شياو يونګ په ايران کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د افغانستان د وضعيت او له ګاونډيو هېوادونو سره د اړوندو همکاريو په اړه له مختلفو خواوو سره د نظريو تبادلې کړې دي.




































