د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر کې ځانګړې ګمرکي تګلارې د ډسمبر په ۱۸مه نېټه په رسمي توګه پلې شوې، چې دا د چین د لوړ معیار ورخلاصون یو نوی پړاو په نښه کوي.
د نړۍ د نظر خاوندان پر دې اند دي، چې های نان به د ګمرکونو د څار یوه ځانګړې سیمه وګرځي او په راتلونکي کې به يې له نړۍ سره تګ راتګ ډېر ازاد او اسانه وي.
د های نان سوداګرۍ بندر دغه تګلاره نه یوازې د چین د پرمختګ د نوې بڼې د جوړولو لپاره ګټوره ده، بلکې نړۍ ته به هم لازیات پرمختيايي فرصتونه برابر کړي.
د ډسمبر ۱۸مه نېټه د های نان ازاد سوداګریز بندر لپاره ستر اهمیت لري. د چین د کمونېست ګوند د ۱۱مې مرکزي کمېټې ۳مې عمومي غونډې د ۱۹۷۸م کال په همدې ورځ د دغه هېواد د اصلاحاتو او پرانیستلو بهیر د پیل اعلان کړی و.
د های نان ازاد سوداګرۍ بندر په داسې حال کې نوې تګلارې پلې کړي، چې اوسمهال په ټولې نړۍ کې یو اړخیزم او د ځاني سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې په سختېدو دي او د دغه بندر د ګمرکي تعرفو نوې تګلارې د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون بهیر یو بل مهم پړاو ګرځېدلی دی.
دا د لوړې کچې پرانیستې او د پرانیستې نړیوال اقتصاد د جوړولو لپاره د چین یو تاریخي اقدام دی.
د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ پوهنتون د نړیوال اقتصاد د انسټیټیوټ مشر سانګ بای چوان سي جي ټي اېن ته ويلي، چې د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر کې د ځانګړې ګمرکي تګلارې له پیل وروسته به په چين کې د سوداګرۍ او پانګونې ازاده سویه نوره هم لوړه شي، د “صفر تعرفې” توکو او د وارداتي توکو ډولونه به ډېر زیات او د وارداتو لګښتونه به د پام وړ کم شي او دا به د بېلا بېلو هېوادونو د پانګوالو لپاره لوی جذابیت ولري.
نوې تګلارې به تصدیو، اشخاصو او نړیوال اقتصاد ته واقعي ګټې ورسوي او هم په نړۍ کې ډېرو پانګوالو او تجارانو ترلاسه کړې دي.
دلته به ځينو بېلګو ته اشاره ولرو. هغه شرکتونه چې په های نان ټاپو کې د ثبت شرایط پوره کړي، نو له ۲۰۲۷م کال مخکې به حکومت ته یوازې ۱۵ سلنه مالیه ورکوي. د دې ترڅنګ، د نوې تګلارې له پلي کېدو وروسته به د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر ته د خلکو، توکو او پانګو د تګ راتګ جریان هم ډېر اسان شي.
بهرني پانګوال نويو فرصتونو ته خوشبین دي، نو ځکه له اوږدې مودې راهیسې په های نان کې پانګونې کوي او چارې يې ځای پرځای کړي دي.
شمېرې ښيي، د سږ کال په تېرو درېیو ربعو کې، په های نان کې استعمال شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۲ اعشاریه ۲ سلنه زیاتې شوې دي.
د کاناډا د لاتیو خوراکي توکو شرکت مشر منګ شین لي رسنيو ته ويلي، چې شرکت يې د های نان ازادې سوداګرۍ بندر کې د نویو ګمرکي تګلارو له پلي کېدو وروسته لګښتونه کم کړي او دغې چارې يې د مستعدو کسانو په ساتلو او له مناسبو پالیسیو څخه د خوند اخیستلو کې مرسته کړې ده.
د بېلا بېلو هېوادونو سیلانیان هم کولی شي، چې د های نان له ګمرکي تګلارو څخه ګټه پورته کړي. اوس په های نان کې د سېلانيانو لپاره د اسانتياوو ډول ډول تګلارې پلې کيږي، د بېلګې په توګه سېلانيان په های نان کې د مالياتو معافيت له تګلارې څخه ګټې پورته کولی او د ۸۶ هېوادونو اتباع له ويزې پرته دغې سيمې ته سفر کولی شي، چې په دې سره دغه سيمه د مصرف او سېلانۍ په نړيوال مرکز ګرځېږي.
په چین کې د ایټالیا د سوداګرۍ ټولنې مشرې هو لي شا سي جي ټي اېن ته ویلي، چې ډېری شرکتونه په های نان او چین کې پانګونې کوي او دوی د های نان ازادې سوداګرۍ بندر ته د یوې ډېرې ازادې او اسانې اقتصادي سیمې ارزښت ورکوي، او همدارنګه د چین ستر بازار ته په درنه سترګه ګوري. د دوی په اند، د چین بازار د ایټالیا د لوکسو توکو او فیشني جامو د چارو د غوړېدو لپاره ډېر مناسب دی.




































