د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخاروا د ډسمبر په ۱۹مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې د های نان په ازاد سوداګريز بندر کې د ځانګړو ګمرکي تګلارو نافذېدل د نوښت اقدام دی او د های نان د برياليتوب او پرمختګ لپاره به ښه زمينه او چيني او بهرنيو سوداګرو ته به لازيات فرصتونه برابره کړي.
نوموړې ويلي، د های نان ازاد سوداګريز بندر او د ازادې سوداګرۍ د نورو ازمويښتي سيمو جوړونه د بهرنې سوداګرۍ د پراختيا، د جوړښت د بشپړتيا او د سوداګريزې تنوع د رامنځته کولو لپاره د چين اغېزمن اقدام دی او په خبره یې، د روسيې او چين اړوندې څانګې په ځانګړو اقتصادي سيمو کې همکاريو ته په درنه سترګه ګوري.
د های نان په ازاد سوداګريز بندر کې ځانګړې ګمرکي تګلارې د ډسمبر په ۱مې نېټې په رسمي توګه نافذې شوې او دغه راز های نان به د ګمرکي څارنې يوه داسې ځانګړې سيمه هم وګرځي، چې اسانه او ازادې تګلارې به پکې پلې کېږي.




































