د ډيسني شرکت له خوا جوړ شوي کارتوني فلم « زوپيا ۲» د چين په سينماوو کې نندارې ته وړاندې شوی او د نندارې څپه يې پورته شوې ده او د پلورل شويو ټکټونو ارزښت يې نوي ريکارډونه جوړ کړي دي.
د شمېرنې له مخې، د ډسمبر تر ۱۸مې نېټې پورې په چين کې د دغه فلم د پلورل شويو ټکټونو ارزښت له ۳ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو يوانو زيات شوی او د کتونکو شمېر يې ۹۱ ميليونو او ۶۴ زرو ته رسېدلی دی، چې دغه رقم د دغه هېواد په ټولو وارداتي فلمونو کې تر ټولو لوړ دی.
امريکايي خبري رسنيو خبر ورکړی، چې په چين کې د «زوپيا ۲» برياليتوب تصادفی نه دی او دا د دې څرګندويي کوي، چې د چين بازار په نړيوالو بازارونو کې د لويو امريکايي فلمونو د ټکټونو لپاره پرېکړه کوونکی اهميت لري.
روېټرز په يوه خبر کې ويلي، چې دغه فلم په چين کې نندارې ته د وړاندې کېدو په پيل کې ډېر د هرکلي وړ ګرځیدلی دی.
د بهرنيو بازارونو د ناڅرګندو امکاناتو پر وړاندې د چين بازار د ټکټونو د خرڅلاو لپاره مهم خوځنده قوت برابر کړی دی.




































