د امريکا «ساينس» مجلې د ډسمبر په ۱۸مې نېټې د ۲۰۲۵م کال لس مخکښ علمي برياليتوبونه اعلان کړي، چې پکې” د بيا کارېدونکې انرژۍ زياتوالي“ لومړی ځای خپل کړی دی.
يادې جملې ويلي، چې په ۲۰۲۵م کال کې په بېلا بېلو برخو کې د بيا کارېدونکې انرژۍ تولید تر دوديزې انرژۍ زيات و او دغه بدلون په عمده توګه د چين له لوري راپورته شوی دی.
چين د لمريزې برېښنا، بادي برېښنا او ليتيم بېټرۍ په برخو کې خپل توليدات ډېر پراخ کړي او په نړۍ کې يې د بيا کارېدونکې انرژۍ د تولید او د اړوندو تخنیکونو په برخو کې خپل لارښوونکی مقام نور هم زیات کړی دی.




































