د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د ډسمبر په ۱۸مه نېټه په جلا جلا توګه د کمبوډیا له مرستیال لومړي وزير او خارجه وزیر پراک سوخون او د تایلنډ له خارجه وزیر سیهاساک سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د کمبوډیا او تایلنډ سیالانو د چين خارجه وزیر وانګ یي ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي شخړو په اړه مالومات ورکړي او د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند ارادې يې ښودلې دي.
وانګ یي له يادو سیالانو سره په ټليفوني خبرو کې ویلي، چې چین د کمبوډیا او تایلنډ دوست او نږدې ګاونډی دی او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې له امله پر ملکي مرګژوبلې ژوره خواشیني څرګندوي.
نوموړي د کمبوډیا او تایلنډ ترمنځ روانه شخړه ډېره سخته بللې او په خبره یې، که دا وضعیت دوام ومومي، نو دواړو لوریو ته به سخت زیانونه ورسوي او هم به د اسیان (ASEAN) یووالی زیانمن کړي.
وانګ یي له دواړو هېوادونو د بيړني اوربند او د متقابل باور د بیا جوړولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ويلي، چین د سولې غوښتونکی دی او عادلانه دریځ لري او د اسيان د منځګړیتوب د هڅو ملاتړ کوي.
وانګ يي زياته کړه، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو ځانګړی استازی کمبوډیا او تایلنډ ته تللی او هلته به له دواړو لورو سره د نظر تبادلې وکړي. چین به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د بیا ټینګښت لپاره رغنده رول ولوبوي.
وانګ یي هیله ښودلې، چې کمبوډیا او تایلنډ د اوربند او سولې لپاره اغېزمن اقدامات وکړي، خپلو هېوادونو کې د چینایي پروژو او وګړو امنیت تضمین کړي او د هغو ناسمو او بې بنسټه څرګندونو پر وړاندې هوښیار واوسي، چې د چین او د کمبوډیا او تایلنډ د دوستانه اړیکو بدنامول غواړي.
پراک سوخون او سیهاساک د چین د عادلانه دریځ او د منځګړیتوب د هڅو لوړه ستاینه کړې او د چین د ځانګړي استازي د سفر هرکلی یې کړی دی.
دوی هيله ښودلې، چې چین به د کمبوډیا او تایلنډ ترمنځ د روان وضعیت د ارامولو او د سولې د بیا ټینګښت لپاره مهم رول ولوبوي.




































