د چین صدراعظم لي چیانګ د ډسمبر په ۱۹مه نېټه د دولتي شورا د یوې ناستې مشري وکړه. هغه په دې ناسته کې د دې هېواد د اقتصادي چارو کلنۍ غونډې د پرېکړې د پلي کېدو په اړه پلانونه جوړ کړي. هغه ويلي، چې د دولتي شورا بېلابېلې ادارې بايد د راتلونکي کال د اقتصادي اقداماتو د غوښتنې له مخې د تطبيق پلانونه جوړ کړي، څو اقتصاد ته ثابت پرمختګ ورکړي او د دې هېواد د ۱۵م پنځه کلن پلان د ښه تطبيق لپاره زمينه برابره کړي.



































