د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دسمبر په ۱۹مه نېټه په مسکو کې رسنیو ته ویلي، د روسیې او چین اړیکې د دوامدار پرمختګ په حال کې دي، دغه اړیکې د ګردې نړۍ د ثبات ساتلو لپاره مهم رول لوبوي.
نوموړي وویل، روسیې او چین په بېلا بېلو برخو کې مسلسلې اغېزناکې همکارۍ کړې او سوداګریز ارزښت یې ۲۴۰ یا ۲۵۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړه، روسیه غواړي له چین سره دوستانه اړیکې لا نورې ټینګې کړي.




































