د بېجينګ پر وخت د ډسمبر د ۲۰مې نېټې د ماښام په ۸ بجو او ۳۰ دقيقو، چين د های نان ولايت له ونچانګ فضايي مرکز څخه د چانګجنګ پنځم نمبر لېږدونکي توغندي په وسيله د مخابراتي ټېکنالوژۍ د ۲۳م نمبر ازمويښتي سپوږمکۍ په برياليتوب فضا ته استولې دي.
دغه سپوږمکۍ ټاکلي مدار ته ننوتلې ده او د سپوږمکيو د مخابراتي ټېکنالوژۍ د تمرين او ازموينې لپاره کارول کيږي.




































