د چین د ملکي هوایی چلند ادارې خبر ورکړی، چې د روان کال له پيل راهیسې، د دغه هېواد د هوایی کارګو د ترانسپورت عمومي وضعیت ښه شوی او د سوداګرۍ پيمانه په دوامداره توګه پراخه شوې ده. د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې، ۹ اعشاریه ۲۴۳ میلیونه ټنه توکي د هوا له لارې لېږدول شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ اعشاریه ۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې، د چین د بار وړونکو پروازونو وده دوام لري چې تر اوسه پورې۷۰ هیوادونه او ۱۷۰ ښارونه خدمت کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۸ هېوادونه او ۲۷ ښارونه زیاتوالی لري او په یوه اوونۍ کې د الوتنې اوسط شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵ اعشاریه ۷ سلنه زیاتوالی موندلی.




































