د اندونیزیا په ختیځ پاپوا ولایت کې د زیاتو ورښتونو او سیلابونو له امله ۵۰ کسان مړه شوي دي. د ژغورنې ډلې وایي، دوی په سیلاب ځپلو سیمو کې د نادرکه کسانو په لټه کې دي. د پرله پسې ورښتونو په پایله کې راوتلو سیلابونو او د ځمکې ښوییدو پېښو کې ۵۹ نور کسان ټپیان شوي هم دي. دغه راز دې سیلابونو په زرګونه کورونه زیانمن کړي دي. د اندونیزیا د طبیعي پېښو ادارې ویره ښودلې ده چې د ژغورنې د عملیاتو په بشپړېدو سره ښایي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.





































