د چین د سوداګرۍ وزارت شمېرې ښیې چې په تېر نومبر کې، په چین کې د واقعي استعمال شوې بهرنۍ پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۶ اعشاریه ۱ سلنه زیاتوالی موندلی او د بهرنیو پانګو له لارې د نويو تاسیس شويو تصدیو شمېر هم ګړندی وده ساتلې. له دې څخه څرګندېږي چې چین د بهرنیو شرکتونو لپاره د پانګونې غوره ځای پاتې دی.
د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې، په چین کې د بهرنۍ پانګونې ۶۱۲۰۷ نوی شرکتونه جوړ شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ اعشاریه ۹ سلنه زیاتوالی لري او یوازې په تېر نومبر کې، ۷۴۲۵ نوي بهرنۍ پانګونې تصدۍ رامنځته شوې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۵ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی دی.
د پانګونې سرچینې ډېرې متنوع کېږي. په چین کې له سویس، متحده عربي اماراتو او بریتانیا څخه پانګونه په جلا جلا توګه سره د تېر کال د همدې په پرتله ۶۷ سلنه، ۴۷ اعشاریه ۶ سلنه او ۱۹ اعشاریه ۳ سلنه زیاته شوې ده.




































