د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د مرکزي تصديو د چارو په اړه مهمې لارښوونې کړې دي.
رئيس شي ويلي، د هېواد مرکزي تصديو د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې، د مرکزي کمېټې پرېکړې او پلانونه په جدي توګه پلي کړي، ملي ستراتيژيو ته يې فعال خدمتونه کړي او د هېواد په اقتصاد کې يې کليدي رول لوبولی دی.
نوموړي له مرکزي تصديو په ټينګار غوښتي، چې په نوي سفر کې خپل مسئوليتونه وپېژني او د ګوند او هېواد د عمومي چارو د پلي کولو، د اقتصاد او ټولنې د باکيفيته پرمختګ د خوندي کولو او د خلکو ژوند د ساتنې او ښه والي لپاره لا زيات خدمتونه وکړي او د هېواد د عصريتوب لپاره مهم رول ولوبوي.



































