د چین د صنعت او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د خبر له مخې، د روان کال په لومړيو ۱۱ میاشتو کې د دغه هېواد د مخابراتي صنعت ثابت ساتل شوی، د روان کال تر نومبر پورې په دغه هېواد کې د 5G بیس سټیشنونو شمېر څلور ميليونو او ۸۳۰ زرو ته رسیدلی، چې دغه رقم د تیر کال د پای په پرتله ۵۷۹ زره زياتوالی ښيي.
معلومات ښیې چې د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د چين د مخابراتي چارو عاید يو ټريليون او ۶۰۹ ميليارډه او ۶۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر عشاريه نهه سلنه زياتوالی ښيي. د روان کال د نومبر تر پایه پورې، د چین د دریو لویو مخابراتي تصديو د ثابت یا لين لرونکي بروډبنډ انټرنیټ د کاروونکو کورنیو شمیر ۶۹۷ ميلیونو ته رسیدلی، چې د تیر کال د پای په پرتله ۲۷ ميليونه او ۱۲۰ زره زیاتوالی ښيي.




































