د چین دولت رئیس شي جین پینګ ويلي، د ګوانګ دونګ ولایت، هانکانګ او مکاو د لوی خليج سيمه به د ټکنالوژۍ او نوښت د نړیوال مرکز په موخه داسې اباده شي، چې د نړۍ په کچه به د ټکنالوژۍ او نوښت نمونه یادېږي او د نويو صنايعو پرمختګ به پرمخ بوزي.
اوس د چین د ګوانګ دونګ ولایت، هانکانګ او مکاو د لوی خليج سيمې کې د نوښتي پرمختګ فرصتونه په چټکۍ خورېږي او د ژورو همکاريو له لارې به ښه راتلونکی ولري.
د ګوانګ دونګ ولایت، هانکانګ او مکاو د لوی خليج سیمه د ټکنالوژۍ او نوښت د نړيوال مرکز پر لوري چټک ګامونه اخلي.
په دغې سیمې کې دوه ملي لابراتوارونه، ۴۵ مهم لابراتوارونه او ۳۳ د ګوانګ دونګ–هانګ کانګ– مکاو ګډ لابراتوارونه جوړ شوي او د څو پوړيز او لوړې کچې علمي څېړنيز سیسټم یې رامنځته کړی دی.
د معلوماتو له مخې، د ګوانګ دونګ ولایت، هانکانګ او مکاو د لوی خليج سيمه د چین د ټولې خاورې ۰.۶ سلنه جوړوي، خو د هېواد په اقتصاد کې شاوخوا یو پر نهمه برخه نيسي. د دې سیمې د ورخلاصون کچه د چین تر نورو سیمو ډېره لوړه ده او اقتصاد يې په چټکۍ پرمختګ کوي.




































