د چين دولت رئیس شي جین پينګ د ډسمبر په ۲۲ مه جوس انټونيو کاست ته پیغام وليږه او ده ته يې د چيلي د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو په پار مبارکي وويله.
شي جين پینګ په دې پیغام کې وويل، چيلي د جنوبي امريکا لومړی هېواد دی، چې د چين له ولسي جمهوريت سره یې سياسي اړيکې ټينګې کړې او دواړو هېوادونو متقابل درناوي، برابرۍ او ګټې – ګټې همکارۍ ته یې دوام ورکړی، په بېلابېلو برخو کې يې د همکاريو ډېر پرمختګونه کړي او خپلو خلکو ته يې واقعي ښېګڼې رسولې دي. شي جين پینګ زیاته کړه: (( زه له چيلي سره اړيکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ولسمشر کاست سره يوځای کوښښونه وکړم، دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړم او د چين او چيلي ترمنځ هراړخيزو ستراتېژيکو مشارکتو ته نوی پرمختګونه ورکړم، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسيږي.




































