د چين د مرکزي تصديو مسؤلينو غونډه په دې وروستيو کې تر سره شوې او په دغه غونډه کې خبر ورکړل شوی چې د دغو تصديو توليدي ارزښت د روان کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې ۹.۵ تريليونه يوانه زيات شوی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۴ سلنه زياتوالی ښيي.
د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د چين په مرکزي تصديو کې هر تن په اوسط ډول ۸۱.۱ توليدي ارزښت موندلی چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ سلنه زيات شوی دی. دغو مرکزي تصديو په غير منقولو شتمنيو کې کابو ۳.۳ تريليونه يوانه پانګونه کړې او په څېړنيزو چارو کې يې ۸۹۰.۱۶ ميليونه يوانه پانګه اچولې ده.




































