په دې وروستیو کې د امريکا د مخابراتو فډرالي کمیسیون د چين دجي (DJI) شرکت د امريکا د محدودیت په لېست کې شامل کړی او جازه نه ورکوي چې د دې شرکت نوې ډوله بې پيلوته الوتکې امريکا ته صادرات يا پلور وکړی شي.
په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزير لين جيان د ډسمبر په ۲۳مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د امريکا له ياد محدودیت سره کلک مخالفت کوي او په خبره يې، امريکا د ملي امنيت د ساتنې په پلمه پر چيني شرکت بې ځايه فشارونه اچوي. هغه ويلي، چې امريکا بايد سمدلاسه خپل غلط اقدامات سم کړي او د چيني شرکت لپاره عادلانه او غير تبعيضي چاپېريال برابر کړي.




































