د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيوروغونډه د ډسمبر په ۲۵مه نېټه د دې کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د مرکزي کمېټې د ډسپلين کمېسيون او د دولت د څار کمېټې کاري راپورونه اورېدل شوي او هم پکې د ۲۰۲۶م کال لپاره د دغه ګوند د سبک او سپيڅلتيا او له فساد سره د مبارزې په اړه ترتيبات تر سنجش لاندې نيول شوي دي.
په دې غونډې کې دا روښانه شوې، چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ډسپلين کمېسيون او د دولت څار کمېټې په ۲۰۲۵م کال کې د مرکزي کمېټې تر مشرۍ لاندې د ګوند د سبک او سپيڅلتيا د ابادۍ او له فساد سره د مبارزې په برخو کې پرمختګ موندلی، د فساد ضد جدي رويه او اقدامات يې ساتلي او د ډسپلين پلټنيزو چارو ته يې باکيفيته وده ورکړې ده.



































