د چين د ګمرکي ادارې په دې وروستيو کې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان ۲۰۲۵م کال په تېرو ۱۱ مياشتو کې د دغه هېواد د يانګځه سيند د دلتا سيمې کې د شانګهای ښار، جيانګ سو، جه جيانګ او ان هوي ولايتونو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت د دې هېواد د وارداتو او صادراتو په عمومي اندازې کې ۳۷ اعشاريه ۵ سلنه ځای نيولی او ۱۵ اعشاریه ۴۶ ټریلیونو يوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.
دغه پرمختګ د هغه کار له برکته ښودل کېږي، چې شانګهای ښار او د نوموړو څلورو ولايتونو د مرکزونو ګمرکي ادارو د صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ثبات لپاره د څار په همغږۍ نوې لارې چارې پلې کړې دي.
په تېر اپرېل کې د شانګهای هوايي ميدان – سو جو ښار د پريټرمينل کارګو سټېشن (pre-terminal cargo station) په رسمي توګه فعال شو. دغه راز د تصديو د مالونو د ګمرکي څارنې چارې د سو جو ښار په صنعتي پارک کې بشپړېږي او دغه مالونه د ګمرکي څارنې د ځيرک پلټفورم تر څار لاندې د شانګهای هوايي ميدان ته ليږدول کېږي او هوايي ټرانسپورټ ته چمتو کېږي. دغه بهير د عنعنوي ګمرکي پروسېس په پرتله له ۱۲ ساعتو څخه تر ۲۴ ساعتو پورې وخت سپمولی او د تصديو لپاره له ۱۰ سلنې څخه تر ۳۰ سلنې پورې لګښت کمولی شي.
تراوسه په دغو پريټرمينل کارګو سټېشنونو کې ۳۸۷ ټرانسپورټي تړونونه بشپړ شوي او له دې لارې د ۲۱ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت مالونه له چين څخه د نړۍ ۳۷ هېوادونو او سيمو ته صادر شوي دي.




































