د چين د هوا پېژندنې ملي ادارې د ډسمبر په ۲۵مې نېټې «د اقليمي سرچینو د اقتصاد ابي کتاب ـــ د چين د اقليمي سرچينو د اقتصادي کېدو څېړنيز راپور » خپور کړی دی. دا د چين د اقليمي سرچينو د اقتصاد په اړه لومړی ابي کتاب دی، چې په اقتصادي برخه کې د دغه هېواد د اقليمي سرچينو د کارېدو وضعيت ته پکې ځغلنده کتنه شوې ده.
د چين د هوا پېژندنې ملي ادارې د اقليمي سرچينو د اقتصادي کېدو د پرانيستي لابراتوار مسئول ويلي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې اقليمي حالت سخت بدلون مومي، اقليمي سرچينې د اقتصاد او ټولنې د دواملرونکي پرمختګ لپاره هستوي عوامل ګرځېدلي دي.
ياد ابي کتاب د کرنې، انرژۍ، سياحت، روغتيا پالنې او ټیټ کاربن په شمول یو شمېر برخو کې د نظري تحليلونو او د عملي تجربو په ښودلو د اقليمي بدلون د اقتصادي کېدو او د کاربن په اړه د هغو دوو موخو يعنې اوج ته د کاربن رسولو او د کاربن حنثی کولو لپاره او همدارنګه د چين د ايکولوژيکي تمدن د پرمختيا لپاره ساينسي بنسټ برابروي او د علمي څېړنې، د حکومت له لوري د پرېکړو، د صنايعو د نوښتونو او د اقليمي چارو د حکومتولۍ په برخو کې مرسته کوي.




































