د چین د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې د دسمبر په ۲۶مه نېټه د یوه خبر په خپرولو سره ویلي، په دې اړه چې امریکې څو ورځې مخکې پر تایوان د لوی شمېر وسلو د پلورلو اعلان کړی، چین پرېکړه کړې چې د امریکا پر ۲۰ پوځي تصدیو او ۱۰ لوړې کچې مامورینو بندیزونه ولګوي چې په دې وروستیو کلونو کې یې پر تایوان وسلې پلورلې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر دې ټینګار کړی، چې د تایوان مسئله د چین د مرکزي ګټو کلیدي برخه ده او د چین او امریکا په اړیکو کې نه تېرېدونکې سره کرښه ده. چین به د تایوان مسئلې په اړه هر ډول لمسوونکي عمل ته کلک غبرګون وښيي.




































