د امريکا حکومت په وروستيو ورځو کې د تیلو پر هغو وړونکو بيړيو د پوره بنديز لګولو امر کړی، چې وينزويلا ته تردد کوي او وينزويلا ته نژدې سمندري سيمه کې يې درې دغه ډول بيړي نيولي دي. وينزويلا د امریکا دا اقدام د سمندري غلا بللی او غندلی يې دی.
د اړوندو کارپوهانو په اند، امريکا پر وينزويلا د نظامي فشار په اچولو سره خپل هدف نه دی تر لاسه کړی، نو د وينزويلا د تيلو د انتقال لارې يې بندې کړې تر څو د دغه هېواد د حکومت د عايداتو عمده سرچينې وچې کړي او امریکا په دې توګه د دغه هېواد د سياسي نظام د بدلون په لټه کې ده. د امريکا له داسي کړنو څخه د دغه هېواد د سرچينو لوټولو په موخه د امپراياليزم خفه کوونکې اصلي بڼه ښکاري.
ولی امريکا په دې وخت کې د وينزويلا د اقتصادي سرچینو د وچولو کچه لوړوي؟
له څو مياشتو راهيسې امريکا د نشه يې موادو له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه وينزويلا ته نږدې په کارابين سيمه کې په پر له پسي ډول خپل نظامي شتون زيات کړی او په همدې وخت کې يې ورته څو ځلې د زور کارولو ګواښونه کړي دي. وينزويلا څو ځلې پر امريکا نيوکه وکړه، چې د نظامي تهديد له لارې د دغه هېواد د حکومت د ړنکېدو لټه کوي. د وينزويلا د ولسمشر نيکولاس مادورو حکومت او خلکو مخکې د امريکا فشارونو او ګواښونو ته ځوابونه ورکړي دي.
د امريکا حکومت پر وينزويلا د نظامي فشارونو له لارې خپل هدف نه دی تر لاسه کړی، نو اوس يې د فشار لاره بدله کړه. د سپينې ماڼۍ اړوند چارواکي په وروستۍ موده کې خبري رسنيو ته وويل، د امريکا پوځ ته امر شوی، چې د وينزويلا پر تيلو به لږ تر لږه دوې مياشتې بنديزونه ولګوي او د وينزويلا په وړاندې يې د نظامي لارې پر ځای لومړی اقتصادي بنديز کاروي.
د وينزويلا د اړوند شنونکي په اند دغه هېواد د تيلو د زيرمه کولو ظرفيت په برخه کې د نړۍ لومړی درجه هېواد دی او بهر ته د تيلو صادرات د دغه هېواد د بهرنيو اسعارو عمده سرچينه ده. د امريکا د ټرمپ حکومت د وينزويلا د تيلو د انتقال لارې بندې کړې تر څو ورباندې فشار واچوي او د دغه هېواد د تيلو د صادراتو اقتصادي بنسټ خراب کړي.
د امريکا حکومت د وينزويلا د تيلو د انتقال لارې په بندولو سره د خپلو ګټو اخيستلو نيت نه دی پټ کړی. ډونالډ ټرمپ د وينزويلا د تيلو او د تيلو وړونکو بيړيو د بندولو په اړه وويل، چې امریکا دغه تيل ساتي. د امريکا د اکسيوس د خبر له مخې، د دغه هېواد لخوا د تیلو په دوو نيول شويو وړونکو بيړيو کې ۳ميليونه ۷۰۰زيره بيلر اصلي نقت شته او د امريکا حکومت ته به په لسګونو ميلونو ډالرو ګټې ورسوي.
د سرچينو لوټولو په موخه د امپراياليزم اصلي بڼه
د بريتانيا د ګوارويان د مقالې له مخې، د وينزويلا په وړاندې د امريکا کړنې د عراق جګړې ته ورته دي چې د امنيت په پلمه يې په دغه هېواد کې د حکومت د بدلون او د تيلو د لوټولو په هدف پر عراق یرغل پيل کړ. امريکا په حقيقت کې د سرچينو لوټولو په موخه د امپراياليزم اصلي نيت لري او په زور سره د نورو هېوادونو سرچينې کنټرولوي او لوټوي.
د بيړيو بندول د امريکايي حکومت ډېره پخوانۍ او هميشنۍ تګلاره ده. د نورو هېوادونو د صادراتو بندول او ورباندې اقتصادي بنديز لګول، د سرچينو لوټولو، د نورو هېوادونو د کليدي ستراتيژيکو سرچينو د کنټرول له لارې د تسلط لټولو هميشنۍ لارې دې.
امريکا په وروستيو کلونو کې د ايران په شمول د منځني ختيځ پر ګن شمېر هېوادونو بېلا بېل بنديزونه لګولي دي. په ۲۰۱۸م کال کې امريکا په يو اړخيزه توګه د ايران له ذروي تړون څخه ووتله او پر ايران يې سخت بنديزونه لګولي تر څو د دغه هېواد د نفتو او طبيعي ګازو د صادراتو او بهرنيو اسعارو عايدات پرې کړي او دغه هېواد اړ کړي چې، د ذروي پلان او سيمه ايزو تګلارو په هکله سازش وکړي.
د وينزويلا په وړاندې د امريکا کړنې له محدوديتونو سره مخ دي
د امريکا د اقتصادي فشار په وړاندې د مادورو حکومت له سازش څخه انکار کړی او کوشش کوي، چې د تيلو د صادراتو او د هېواد په دننه کې د ثبات ساتلو لپاره جامع تدبيرونه ونيسي.
اوس په وينزويلا کې د تيلو صنعت په بشپړه توګه نه دې دريدلی. د دغه هېواد په لويديځ کې د ماراکايبو جهيل د تيلو مرکزي صنعتي سيمه کې د تيلو وړونکې بيړۍ ليدل کېږي چې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته د نفتو د انتقال عمده لاره ګڼل کېږي.
امريکا د تګلارې تطبيق په ترڅ کې له محدوديتونو سره مخ ده. د امريکا د خبري رسنيو په قول، د سياسي او قانوني خطرونو د نه څرګندولو په حال کې د امريکا د تيلو صنعت اړوندې تصدۍ ټول انتظار کوي او محتاط چلند غوره کوي.
د وينزويلا په پلازمېنه کاراکاس کې دا ليدل کېږي، چې د تيلو بيه ثابته ده، په بازارونو کې خلک په ارامه توګه توکي اخلي چې د تشويش نه دی رامنځته شوی.




































